*📖اســــلامــــي فکـــــر📖*

*دا لاندیني  ډیر مُهم سنت دي.*


*۱ ـ* له ځانه زیات عمر ښځې سره واده سنت دی.
*۲ ـ* له طلاقي شوي ښځې سره واده سنت دی.
*۳ ـ* له کونډې سره واده سنت دی.
*۴ ـ* له ښځو سره د کور په کارونو کې مرسته سنت ده لکه پخلی، پاکوالي او لوښو مینځل.
*۵ ـ* د مینې د ښکاره کولو لپاره د ښځې په خوله کې خوراک ورکول سنت دي.
*۶ ـ* ښځې ته په الفاظو کې مینه ښکاره کول، قدردانی او احترام سنت دی.
*۷ ـ* د خپلې میرمنې غلطیاني بخښل سنت دي.
*۸ ـ* خپلې ښځې ته ځان خوشخاله ښکاره کول سنت دي.
*۹ ـ* دا هم سنت دی چې د خپلې میرمنې په احساساتو ځان پوه کړي او هغې ته د ضرورت په وخت کې ډاډ ورکړی.
*۱۰ ـ* دا هم سنت دي چې له خپلې میرمنې سره خوش طبیعته و اوسې (شوخ) او خپل قیمتي وخت له هغې سره یوځای تېر کړې او ساعت تیري وکړې، منډه، کیسي ویل، او د ژوند خوږې شیبې له هغې سره شریکول یې بهترین مثالونه دي.
*۱۱ ـ* د میرمنې په غیږ کې ارام کول سنت دي.
*۱۲ ـ* خپلې ښځې ته په غوره او ښه نوم غږ کول سنت دي.
*۱۳ ـ* د میرمنې شخصي مشکلات د کورنۍ نورو غړو او ملګرو ته نه ښکاره کول سنت دي.
*۱۴ ـ* د خپلې میرمنې مور او پلار ته احترام لرل سنت دي.

*لنډه دا چې دا پورته ذکر شوي سنت ډېر خواږه سنت دي، خو مجردان حضرات ترې محرومه دي،