څۀ عجبه فېصله دې راته وکړه
خان صاحبه! ښه غصه دې راته وکړه
رڼاګانې به مې کور ته پسې راشي
خو مورجانې! که ډيوه دې راته وکړه
هسې هم د خپل نصيب د لاسه خوار يم
مازيګر دے او ښېره دې راته وکړه
د پښتو يوه خبره مې دارو ده
زۀ به روغ شم که ټپه دې راته وکړه
سېلان اپريدے
0 Comments