دجمعی دلمانځه طریقه
د جمعې لمونځ ۲ رکعته دی ، فرض عین دی اول ۴ رکعته سنت مؤکد کیږي ، که په کور کي وسي او که په مسجد کي ، خو تر خطبې به مخکي ادا کیږي، بیا ۲ رکعته فرض په امام پسي کیږي.
نیت :
نیت کوم د زړه د اخلاصه لمونځ کوم ۲رکعته فرض د جمعې په دا حاضر وخت د ماپښین اقتدا مي ده په دا حاضر امام پسي خاص خدای تعالی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شریفي الله اکبر، ددی دوه رکعته له ادا کیدو وروسته ۴ رکعته سنت او بیا وروسته ۲ رکعته سنت کیږي.
د خطبې په وخت ناروا کارونه :
څه وخت چي امام د خطبې لپاره ولاړ سي د هغه وخت څخه بیا د خطبې تر ختم کیدو خبري کول ، لمونځ کول ، تګ راتګ ، سلام اچول ، د سلام جواب ورکول ، تسبیح ویل ، یو چا ته مسئله ورښول دا ټول حرام دي.
د خطبې اوریدل پر حاضرینو د مسجد واجب دي که ئې اواز و غوږو ته رسیږي که نه رسیږي.
ضروري مسئلې :
1. د اول اذان تر اوریدو وروسته ټول کاروبار باید پرېښودل سي او د لمانځه لپاره تګ واجب دی رانیول خرڅول یا په بل کار اخته کیدل منع دي.
2. د دواړو خطبو په منځ کی د ناستي په وخت کي د امام او مقتدي لپاره د دعا لپاره لاس پورته کول مکروه تحریمي دي مګر بیله لاس پورته کولو څخه په زړه کي دعا غوښتلای سي نه په ژبه سره.
3. که څوک د سنت په ادا کولو اخته وي خطبه شروع سي نو هغه دي پوره کړي.
4. کله چي په خطبه کي د محمد (ص) نوم راسي اوریدونکي په زړه کي د ژبي ښورولو پرته درود شریف ویلای سي.
5. رسول الله (ص) فرمایلي دي هر څوک چي د جمعې په ورځ د خلګو تر اوږو پښې اړوي هغه د ځان لپاره د دوږخ پول جوړوي.
6. د جمعې په ورځ سورة کهف ویل ډیر ثواب لري ، رسول الله (ص) فرمایلي دي څوک چي د جمعې په ورځ سورة کهف ووائي د یوې جمعې څخه تر بلي جمعې پوري چي څومره کوچني ګناهونه د ده څخه سوي وي هغه ټول وربخښل کیږي.
خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شېر کړئ
کاپی
0 Comments