ښـکلې او.په زړه پورۍ کیسـه♥
یو سړي خپله میرمن د هغې د ماشومانو تر مخ ووهله  ماشومان ووېرېدل او مور یې خپه شوه، پر مخ له وهلو وروسته یې په ژړا کې وویل: زه ځم او پر تا عریضه کوم:
خاوند یې جواب ورکړ: تا ته چا ویلي، چې زه به د بهر وتلو اجازه درکړم?
میرمنې یې ور غبرګه کړه: ته څه فکر کوې، که دروازې او کړکۍ بندې کړې؛ نو ما به له شکایته را وګرځوې?
خاوند یې هک پک شو او ویې پوښتل: نو ته به څه کوې؟
میرمنې ویې ویل: زه زنګ وهم:
خاوند یې جواب ورکړ: ټول ټلیفونونه دې له ماسره دي، چې هر څه کوې ویې کړه.
میرمن د حمام لور ته روانه شوه، میړه یې په دې فکر شو، چې هسې نه تر کړکۍ ټوپ کړي او وتښتي؛ نو بهر ته وووت او د حمام د کړکۍ خواته په انتظار ودرید، مګر هیڅ د وتلو هڅه یې محسوسه نه کړه، بیرته کور ته راغی او له وره سره ودرید:
میرمن یې په داسې حال کې له حمامه را ووتله، چې د اوداسه په اوبو لمده او ګلورینه مسکا یې په څیره خپره وه
ویې ویل: یوازې هغه ذات ته له تا نه شکایت کوم چې ما یې پر نامه لوړه کړې، نه به مې ستا بندې کړکۍ او دروازې او نه هغه تلیفونونه چې تا را نه اخیستي دي،مانع شي.
د رب  د رحمت دروازې هیڅکله نه بندیږي:
میړه یې شاته لاړ او په فکر کې ډوب په خپل کټ کې کیناست.
میرمن یې لاړه، لمونځ یې پیل کړ، سجده یې اوږده کړه او میړه یې ورته ګوري.
کله، چې میرمنې لمونځ پای ته ورسول او لپې یې دعا ته اوچتې کړي :
میړه یې ورغی او د هغې لاسونه یې ونیول او ورته ویې ویل:
په سجده کې، چې دې ښیراوې راته وکړې، بسنه نه کوي؟
میرمنې یې ورته وی کتل او په پسته لهجه یې ورته وویل: ښا، ستا له دې چلن وروسته په همدې بسنه وکړم؟
خاوند یې جواب ورکړ: په الله قسم، چې د غوسې او قهر شیبه وه، زما هیڅ داسې اراده نه وه.
میرمنې یې ورته وویل: له همدې امله دعا درته کوم او بسنه نه کوم او شیطان ته ښیرا کوم، هومره ناپوهه نه یم چې، خپل میړه او د سترګو تور ته ښیرا وکړم.
د میړه سترکې یې له اوښکو ډکې شوې او د هغې لاسونه یې مچ کړل او ورته یې  وویل:
ژمنه درسره کوم، چې تر دې ورسته به هیڅ وخت درسره بد ونکړم او درته به ضرر و نه رسوم.
دا هغه مسلمانې میرمنې دي، چې الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم، موږ ته له دوی سره د ښه چلن توصیه کړى