د عبرت نه ڈکه کــــیـــــســـــــــــه :
د امیرالمومنین عمر بن الخطاب په وخت کی دری نفر راغله
چی یو ځوان یي دلاسه نیولی وه.
او ویل: اي امیر المومنین دی هلک زمونږ پلار وژلی ده
مونږ ته ترینه قصاص واخله اوسړی ووهه.
ځوان هلک وویل:
چی زه یو شپونکی یم میږی او اښان می څرول چی زما یو اوښ ددوی فصل ته ورګډ شو
ددوی پلار ډبره راواخیسته او زما اوښ یی پری ویشتو هغه مړ شو
نو ما په همغه ډبره بیرته ددوی پلار وویشتو چی هغه هم مړ شو
نو عمر فاروق ورته وویل:
چی تاته داوښ په مقابل کی دهغه وژل خو چایز نه. وه
ته قاتل یی ته باید قصاص شی.
ځوان وویل:
چی زه تاسو ته
د درو ورځو سوال کوم ماته ۳ ورځی مهلت راکړی
ځکه چی زمونږ پلار مونږ ته یوه خزانه پریخی او زما یو کوچنی ورور دی که زه مړ شم
نو هغه خزانه به هم ضایع شی او ورور می هم.
عمر فاروق ورته وویل ستاضمانت به څوک وکړی
چی ته واپس رازی.
نو ځوان چون نابلد وه خوبیا هم دخلکو په مینځ کی ولیدل او اشاره یی وکړه چی هاغه سړی به زما ضمانت کوی
نو عمر فاروق وویل:
چی
ای ابوذره ایا ته ددی سړی ضمانت کوی؟
ابوذر وویل هو کوم یی !!
عمر فاروق ورته وویل: ته خو یی پیژنی هم نه خو که رانغلو حد به په تا قایمیږی
ابوذر وویل سمه ده.
سړی لاړو ورځ تیره شوه بله هم تیره شوه
دریمه هم تیره شوه
دسړی هیڅ پته ونه لګیده خلک هم ورخطا دی
چی هسی نه په ابوذر حد قایم شی خو دماښام مانځه نه لږ مخکی سړی ډیر په منډه ورخطا اوسا نیولی راغی
او دعمر فاروق په مخکی ودریده او و یی ویل .
خزانه او ورور می ماما ګانو ته وسپارل اوزه خپل ځان داسلام حکم ته تسلیموم
عمر فاروق حیران شو او ورته یی وویل چی ته خو نا اشناهم یی که تختیدلی وای
چا پیداکولای هم نشوی نو بیا ولی راغلی؟؟؟
نو سړی ورته وویل:
زه ددی خبری نه یریدم
چی بیابه خلک وایی
چی نن سبا خلکو کی وفاداری هم ختمه شوه
نو بیا به څوک به په چا اعتماد نکوی.
عمر فاروق پداسی حال کی چی حیرانتیا یی په بدن خپره وه
دابوذر نه یی تپوس وکړوچی تاخو داسړی نه پیژانده
بیادی څنګه ورته ضمانت وکړو؟
ابوذر وویل زه ددی خبری نه ویریدم
چی بیا به خلک وایی چی نن سبا خلکو کی صله رحمی ختمه شوه
هیچا کی هم خیر پاته نشو هیڅوک به په چا اثره نکوی نو ځکه می ددي لاروی ضمانت وکړو
نو د مقتول اولاد ډیر متاثره شو
او و یی ویل چی اي امیر المؤمینینه
مونږ ورته معافی کوو.!!
عمر فاروق ورته وویل چی داولی؟؟؟
هغوی وویل هسی نه چی بیابه خلک وایی
چی نن سبا بیخی عفوه او بښنه په چا کی پاته نشوه.
شیر یی کړئ
کاپی
0 Comments