عــــجــــبــه ښـــکلــــې کیـــسـه.♥
وایي یوه ورځ یو کافر پاڅېده او ابراهیم علیه وسلم  یې په څېړه ووهلو نو ابراهیم علیه وسلم ورته وویل چې زما د الله ج
سره وعده
دا چې کله هغه ماته وس او قدرت راکړو نو د خپلې څپېړې قصد به درڅخه اخلم نو ابراهیم  ع ولاړو خپل کورته
خلکو دې کافر ته وویل چې تا خو د الله ج  پیغمبر ووهلو  الله ج به په تا قهر او عذاب نازل کړي
 ولې دې داسې وکړل نو کافر په ژړا شو او وې ویل چې ما دا څه بد وکړه او سمد واره لاړو
 د ابراهیم علیه وسلم  کورته او خپل سر یې د ابراهیم علیه وسلم په پښوکې کېښود او وې ویل چې زما څخه بد شوې او هرڅه چې راباندې کوې
که وهې مې اوکه مړ کوې مې زه حاضر یم
نو ابراهیم علیه وسلم  دا کافر وبخښلو او لاړو  نو الله ج  جبرایل علیه وسلم  ته وفرمایل چې ورشه او ابراهیم علیه وسلم   ته ووایه
چې الله ج وایي چې تا خو ماسره وعده کړې وه چې کله الله ج  وس او قدرت راکړي د خپلې څپېړې قصد به درنه اخلم
 نو ماخو د کافر سر ستا په پښوکې کېښود نو ولې دې ورته څه ونه ویل 
وایي ابراهیم علیه وسلم   ورته وویل اې د کایناتو مالکه دا کافر د عزر لپاره زما کورته راغې
 نو ځکه مې وبخښلو
 د ابراهیم علیه وسلم دا خبره  د الله ج ډېره خوښه شوه
 نو الله ج ورته وفرمایل  اې ابراهیم ع  ته ماته د ځمکې په سر کور جوړ کړۀ نو چې کله هم زما بنده ډېر ګناه کړې وې
 چې زما کورته راشي او توبه وباسي زه به یې همدغسې وبخښم لکه څنګه چې یې هېڅ ګناه نه وې کړې
الله اکبر
واقعاً چې بښنه دانتقام اخستنې څخه زر چنده بهتره ده

نو له ټولو قدرمنو وروڼو او خوېندو څخه دا هیله لرم
چې څوک وس او قدرت لري نو دالله ج کورته ورشئ او دزړه له خلاصه توبه وباسۍ
الله تعالی به تاسو ضرور وبخښي
ما هم په دوعاګانو کې یاد وساتۍ
مینه او مننه