له پند او عبرت نه ڈکه قیصہ
د یو دکاندار له قوله : ډيرې سوالگرى به هره ورځ دوكان ته راتلې، خو يوه سوالگره خور نوي دې مارکېټ ته راله خېر په دغه ورځ خو لاړه.
گورم صبا بيا راغله كه څه هم ده سوال كولو په طريقه نه پوهيده او نه يي قد قامت سوالگرو ته پاتې کيده، خو ډېره ښکولي او د با عزته کورنۍ پېغله يا ښځه معلوميده، کله به چې نورې سوالگرې راغلې اکثرو خو به د پنځو روپيو لپاره هم ووهلې تر هغو به يې چې درنه وانه خيستې د تلو نوم به یې هم نه اخيست، خو دا خور له ټولو ځانگړې وه،
يوه ورځ مې ورته وويل خورې!
يوه پوښتنه درنه وکړم خپه کيږي خو به نه؟
ويل يي: وروره!
که څه كومك د الله تعالٰی د رضا په خاطر راسره كوې خو وكړه که نه نو بښنه غواړم، زه ستا سوال ته ځواب نشم ويلی.
خير دا يي معمول شو چې روزانه يا بله ورځ به اکثره راتله خو زه به يې هم ډېر ځورولم چې دا خور به څه شي سوال كولو ته مجبوره كړي وي، خو يوه ورځ مې بيا ورته وويل: چې خورې!
ستا دې قسم په لايزال خداى وي چې حال به راته وايې او وعده مې ورسره وکړه چې زما دين په دنيا خور يې اوچې څه مې په توان کښې وي ستا سره به کومک کوم خو حال راته اووايه څه شي سؤال كولو ته اړيستلي يې؟
ویې ويل:
زه سوالگره نه يم زه د يوه ډاکټر ميرمن يم چې په خوښه مو واده سره کړى او ډېر ښه ژوند مو ؤ.
که به هر کار ؤ د يو بل په مشوره به مو كولو چې کله به کلي ته د مور کره تلم هم به مې له وړاندې پروگرام نيولو دا چې زما خاوند د ښار په يوه روغتون کښې کار کاوه او ښه معاش يې درلود نو ژوند مو هم ښه ؤ خوشحاله او سوكاله ژوند مو لرلو.
ناګهانه يوه ورځ مې خاوند په بيړه راغلو او ماته يې وويل چې کلي ته ځو ما ورته وويل لومړی ځل دې دى چې داسې پرېکړه په يواځې صورت کوې خير خو به وي څه خبره ده؟ زما د پلار کور کښې خو به څه مشکل نه وي؟
ویې ويل: نه بس ځان تيار کړه، ومې پوښتل ناوخته نه ده؟
ويل يي: نه
خو لنډه دا چې روان شوو د پلار كور ته ورسيدو خو د نورو وختونو خلاف مې خاوند له دروازې رانه راستون شو، مور پلار مې وپوښتلم چې څه خبره ده ولې دې خاوند لاړ؟
ورته اومې ويل: پردى مزدور دى څه مريضان به لري او يا به دوستانو سره چيرې ځي، خو ما هغه شپه ډېره په انديښنو سره صبا كړه.
په سهار ناوخته مې خاوند راغى چې بيرته مې ځان سره کورته بوځي، خو حالات يې ښه نه برېښيدل او پوښتنه مې ترې وکړه؟
خير خو به وي خپه معلومېږې؟خو ځواب يې نه را كولو، ويل يي څه خبره نشته.
خير کورته راغلو خو د خاوند مې وضعه ورځ تر بلې خرابيده آخر مې مجبور کړو چې حال راته ووايه!
ولې داسې يې؟
آخر يې راته وويل:
يوه جنۍ به نيا روغتون ته راوسته، ما به ددې جنى د بيا بيا راتلو لپاره نيا ته ويل، دا جنى به نيا مجبوره وله چې رايې ولي.
آخر جنۍ دې ته مجبوره شوه چې ما وپوښتي چې ستا مطلب څه ده؟ او ما ورته خپل د خواهيش نه وويل چې جنۍ وروسته له ډېر ټینګار نه آخر راته هغه شپه وعده راکړه چې ته مې د پلار كره بوتلې، كله مې چې جينۍ سره شپه تېره كړه او سهار له خوبه پاڅيدم جنۍ نه وه خو يو خط يې راته پريښئ ؤ چې په سر كې يې داسې ليکلي وو:
ما خو ډېر کوشش وکړ چې ته د خپل غلط خواهيش نه لاس په سر شه ،خو زه تا مجبوره کړم، زه.............اېډز يم.
همغه ورځ وه چې خوشاليو هم زمونږ له کوره کډه وکړه او چې څه مو لرل هغه مې د خاوند په علاج ورکړل او اوس چې څه کورته وړم هم يې د خاوند په علاج او په خوړو يې ورکوم، ځكه بله چاره نلرم يوازې د سوال لمنې په خلكو پسې وړم او نفقه پيدا كوم.
دوكاندار زياتوي ددې قيصې په اوريدلو سره مې ښه ډېر وژړل خو زه هم غريب دوكاندار وم دومره وس مې نه لرلو چې ددې باعزته ښځې خاوند علاج مې پرې كړى واى، خو يوازې مې مهربان الله تعالٰی ته دواړه لاسونه لپه كړل...پای
که مو کیسه لوستلی وی نو په کمنت کی سبحان الله ولیکی تر څو زه نور کیسه درته
ولیکم
له ملګرو سره یې شریکه کړئ او پخپلو میرمنو د الله شکر وباسی
0 Comments