سړی وفات شو ...
د جنازې له پورته کولو وړاندې یو کس چیغې کړې ویل یې: دا سړی 50 لکه روپۍ زما پوروړی دئ تر څو زما پور ادا نشي هېڅوک د جنازې پورته کولو حق نلري .
د متوفی زامن او ټوله اقربا غلي ودرېدل او ټل له دې پور ادا کولو منکر شول .
ویل یې مونږ خبر نه یو ، موږ ته پلار هېڅکله ددې پور په اړه نه وو ویلي ،
سړي چیغې زیاتې کړې ، پدې وخت کې د متوفی لور راغله او خپله ټوله ګاڼه یې ددې سړي مخ ته کېښوده ویل یې خیر که پیسې نلرم دا زما ګاڼه واخله او چیغې مه وهه پرېږده چې پلار مې خاورو ته وسپاروو .
عارض سړي چې اوښکې پرې راماتې وې مجلس ته یې مخ کړ ویل یې : دا سړی زما هېڅ پوروړی نه وو بلکه زه ددې سړي پنځوس لکه پوروړی یم یوازې دا مې غوښتل ثابت کړم چې ددې سړي اصلي غمخوار او میراث خوار څوک دئ ، ما دخپل ملګري د امانت حقدار پیدا کړ .
نجونې د خدای رحمت دي ، هیله ده له لورانو او خویندو سره مو مهربانه واوسئ .
#ژبـــــــــــــه
0 Comments