ملګرو د نومونو اول تورى وليکئ ژب پوهان وایې،
ستاسو د نامه لومړی توری، ستاسو د شخصیت مهم رازونه را سپړي ...!

(الف)- سخي او مخلص یې، له دې سره سره د چارو په سر ته رسولو کې غصه ناک یې، خو پاک زړی او ډېر حساس یې ..
(ب)- د هر څه غوښتنه په ټینګه کوي، ژوند خوښوي، په تېره بیا خوندور خواړه... په چارو دې باور کیدای شي ...
(ت)- پر خپل ځان باورې یې/ له خپله ځانه ډاډه یې، هره چاره په خپله پیل کوي، غوره پلټونکی یې، چارې دې ټولې بریالۍ دی...
(ث)- غوسه ناک یې، متشدد او ضدي یې، خو په چارو کې ډېر ځیرک، ماهر او هوښیار یې ..
(ج‌)- جادوګره وړتیا لري، له ژوند سره مینه لري، خو په شخصي ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګریوان یې.
(ح‌)- واقعي/عملي سړی یې، له نورو سره مرسته خوښوي، د ټولنې خیرخواه یې، خو هیڅکله خپلې تېروتنې نه مني.
(خ‌)- چارې دې پر زړه سوې ولاړې دي، ډېر حساس او خورا رومانټیک یې، مرموز انسان یې، رایه او اوامر دې قاطع دي، له نورو څخه دفاع او په تېره بیا له ارزښتونو او اخلاقو څخه په کلکه دفاع ته چمتو یې.
(د‌)- چلن دې غوره دی او له ناکامۍ هیڅ وېره نه لري، په تېره بیا له عامو خلکو سره په اړیکو کې.
(ذ‌)- حقي وینا ته په هر قیمت چمتو یې.
(ر‌)- په بشپړ ډول پوهېږي، چې څه غواړي، له بده بخته، چې خوبونه دې رنګ نه راوړي، مګر ډېر وروسته، خو ته مه نهیلی کېږه، ته ډېر جذاب او عاطفي یې.
(ز‌)- واکمن یې، غوسه ناک یې، کله سخت زړی او کله بیا رومانټیک یې، لیږ ضدي یې، په هر قیمت د حق دفاع کوي، په ورځنیو چارو کې تغیر خوښوي او له ریښتینولۍ سره مینه لري.
(س‌)- حساس او مرموز انسان یې، خپل احساسات او عواطف داسې پټوي، چې د هیچا له مخه یې هم نه څرګنده وي، له چا سره چې مینه لري، له هغه سره ډېر اخلاص کوي، زړه راښکونکی یې او د خلکو خوښېږي.
(ش‌)- واکمن او سخت طبیعته یې، د عقلانیت او جاذبیت دواړه ځانګړتیاوي لري.
(ص‌)- متزلزل یې، په چارو کې متکبر یې، ځیرک او ډېر خطرناک یې.
(ض‌)- پر تا باور کیدای شي، د خپلو ملګرو ښه ملاتړ کوي.
(ط‌)- حالات دې د تعجب وړ دی، کله نا کله خو بېخې په غمونو کې ډوب یې.
(ظ‌)- پر نیغه لاره روان یې، چارې په قناعت سره سر ته رسوي، له خپلو حقوقو دفاع کوي او په مقابل کې د هیڅ شی تمه او توقوع نه لري.
(ع‌)- تر ټولو لوړ منصب ته د رسیدلو هڅه کوي، افکار دې علمي دي، باریکبین/ ظریف او خندرویه یې، خو ډېر ژر